د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او پاکستان غواړي د ترهګرۍ ضد همکاري پراخه کړي


د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد او ددغه ملک په دوره تللی د د پاکستان وزيراعظم يوسف رضلا ګيلاني د تره ګرۍ ضد مبارزې لپاره د لا زياتې همکارۍ غږ کړي دي.

د ايران په صدارتي ويب پاڼه کې راغلي دي د دغه هيواد ولسمشر محمود احمدي نژاد د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ته ويلي دي چې د تره ګرۍ پرضد جګړې لپاره د قامونو او حکومتونو ترمنځ د لا زياتې همکارۍ ضرورت دی.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي دي دواړه ګاونډي هيوادونه پاکستان او ايران د نږدې همکارۍ له کبله د تره ګرۍ ضد جګړې په لړ کي اغيزناکه ګامونه پورته کولای شي.

په دې وروستیو نږدو مياشتو کې اسلام اباد او تهران د اړيکو د پرمختګ لپاره کار کړی دی ، دا رنګ د دواړو هيوادونو چارواکي په باقاعده توګه د يوبل هيواد دوره کوي.
XS
SM
MD
LG