د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس دې اختلافات هیرکړي.د ليبیيا عبوري قامي شورا


د ليبیيا د عبوري قامي شورا مشر په لومړي ځل په داسې حال کې سرښار طرابلس ته رسيدلې چي لا هم په دغه هيواد کې د معمر قذافي له وفادار پوځ سره جګړه روانه ده.

تيره ورځ د ليبییا په هوايي ډګر خپلو خبرو کې د ليبیيا د عبوري قامي شورا مشر مصطفي عبدالجليل په ليبيايي ولس غږ وکړو چي د ملک د بيا ودانۍ لپاره يو موټي شي او خپل منځي اختلافات هير کړي.

نوموړي خبرداری ورکړو چې د ليبيا انقلاب لا هم سرته نه دی رسېدلی ځکه چي معمر قذافي له هم ژوندي دي او دري ښارونه لکه بن وليد ،سبها او سيرت له هم د معمر قذافي د پوځ په کنټرول کي دي.

ترهغې چې عبدالجليل طرابلس ته نه وو راغلی تر هغو پورې د معمر قذافي ضد تحريک مشران په بن غازي ښار کي ميشت وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG