د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د بې کارۍ د ختمولو پلان اعلان کړ


د امریکا ولسمشر باراک اوباما په دې هېواد کې د کار د نورې زمینې پیدا کولو لپاره خپل پلان وړاندې کړی دی.


د کانګریس یوې نادرې ګډې غونډې ته د وینا پر مهال، ولسمشر اوباما د ۴۵۰ اربه ډالرو په لګښت د روزګار پېکج اعلان وکړ. ولسمشر باراک اوباما د خپل پلان په اړه د کانګریس غونډې ته وویل: (( دا به د امریکا په ولاړ اقتصاد کې یو نوی حرکت پیدا کړي. دا به کمپنیو ته باور ور کړي چې هغوي په پراخه کچه پانګه اچونه وکړي ، بیا به د دوی د پیداوار او خدمتونو لپاره اخیستونکي وي، تاسو ته په کار ده چې دا پلان بې له ځنډه منظور کړئ.)) په امریکا کې د بې روزګارۍ کچ دا وخت ۹،۱ فیصد ده او کمول یې د ۲۰۱۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب په خاطر د ولسمشر باراک اوباما لپاره ډېر مهم بلل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG