د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه د بل اقتصادي بحران نه ښکارېږي


د اروپايي کمېسون مشر جوز مینول باروسو ویلي دا یقین نه لري چې د یورو کاروونکي هېوادونه د دویم اقتصادي بحران پر لور روان دي.

دی وايي د اروپايي ټولنې اقتصاد به په سم ډول وده کوي. باروسو دا خبره نن د اسټرالیا په پلازمېنه کینبرا کې کړې ده. ده وویل اروپايي ټولنه او یورو قوي او باثباته دي او دا چې د اروپايي کمېسون وروستی اټکل ښيي چې په اروپايي ټولنه کې به متوسطه اقتصادي وده کېږي. باروسو دا خبرې پر داسې وخت کړې دي چې اروپايي ټولنې په اړه د اقتصادي بحران اندېښنې ولاړې شوې دي ځکه چې داسې ښکاري په دویم درې میاشتینې پړاو کې ښايي د دې سیمې اقتصادي وده ورو شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG