د لاسرسي ځای

تازه خبر

له امریکا سره پر اوږدمهالي تړون د افغانستان خبرې


ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت په چارو کې د حکومت سلاکار ، دادفر رنګین سپنتا ته دنده سپارلې چې ملي ګټو ته په پام، له امریکايي لوري سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اوږد مهالو همکاریو د تړون پر څرنګوالي خبرې وکړي .

د ملي امنیت شورا اعلامیه کې وايي، پرون په دې اړه په غونډه کې چې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه ، په کابل کې د امریکا سفیر ، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو عمومي قوماندان او په دې هیواد کې د ناټو ملکي استازي هم برخه درلوده .

دوی د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون په اړه د ملي امنیت په چارو کې د دواړو حکومتونو د سلاکارانو په لیدنه خبرې وکړې .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG