د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د نسناستې وبا لګېدلې ده



نقیب الله متونوال خوست

افغانستان په خوست ولايت کې د نس ناستي ساري ناروغۍ له امله درې تنه مړه شوي او له سلو زيات نور په روغتونونو کې ناروغ پراته دي.،دا ناروغي چې د خوست په ځينو ليرې پرتو سيمو كې پيداشوې، ډاكټران يې لامل و روستي سيلابونه بولي چې د غرونو او لوړو څخه راوړي كثافات يې له هغو اوبو سره ګډ كړي چې خلك يې د څښاك لپاره كاروي.

د خوست د عامې روغتيا او ملكي روغتون ډاكټران وايي چې د دغه ولايت په ګربزو، تڼيو، عليشېرو او مندوزيو ولسواليوكې يو سلو اته څلويښت كسان د نس ناستي په ساري ناروغۍ اخته شوي او تراوسه يې درې كسان مړه كړي هم دي، د يادو سيمو خلک وايي، چې پدې ناروغۍاخته شوي ډېرى يې ښځې او ماشومان دي، او زياتوي چې که مخنيوى يې ونشي نو دغه ناروغي په ډېره بېړه په سيمه کې د خپرېدو په حال کې ده.

د خوست د عامې روغتيا رياست سرپرست، ډاكټرهدايت الله حميدي هم تاييدوي او وايي چې د دغه ولايت په لېرې پرتو سيموكې دا ناروغي پيداشوې او تر اوسه نه ده معلومه چې ډيره خطرناکه ده او که معمولي ناروغي ده، ځكه چې د ناروغې د ډول د معلومولو په موخه يې د ناروغانو ځينې سمپلونه د کابل مرکزي لابراتوار ته لېږلي دي..

د يادونې ده، چې د خوست ګڼ شمېر اوسېدونکي په لرې پرتو او غرنيو سيمو کې ژوندکوي او ډېر يې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري. ځايي خلك وايي چې که په خوست کې د دې او دې ته ورته نورو ناروغيو مخنيوي او درملنې ته په لويه کچه تدابير ونه نيول شي، نو ناوړه پايلې به ولري.
XS
SM
MD
LG