د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بن غازي کې خلک د طرابلس په نیولو خوشالي کوي


په بن غازي کې خلک د طرابلس په نیولو خوشالي کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:34 0:00

د لیبیا په پلازمېنې کې د معمر قذافي له ودانۍ سره نېږدې د سختو ډزو اوازونه اورېدل شوي دي. د معمر قذافي وداني په مرکزي طرابلس کې ده. په دې هېواد کې یاغیان د معمر قذافي د واک د ختمولو لپاره جنګېږي. رپورټونه وايي نن یاغیانو د شا و خوا ټول ښار واک تر لاسه کړی دی. دوی له لږ مقاومت سره مخامخ شوي دي. تر اوسه نه ده مالومه چې لیبیايي مشر معمر قذافي چېرې دی. خو د ده یو زوی سیف الاسلام نیول شوی او بل زوی محمد قذافي یې په کور کې نظر بنده دی. کله چې یاغیان د شپږو میاشتو تر جګړې وروسته طرابلس ته ورسېدل نو په زرګونه خلک د شپې پر مهال په طرابلس کې خوشالۍ ولمانځلې. د یکشنبې په ورځ معمر قذافي په یوه غږیز پیغام کې، پر خپلو ملاتړیو غږ وکړ چې طرابلس ته دې راشي او ښار دې وژغوري. ناټو په لیبیا کې د واک د سوله ییز انتقال غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG