د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمرود:په جومات کې ځانمرګي بمي برید ۴۷ تنه ووژل ګڼ ژوبل


جمرود:په جومات کې ځانمرګي بمي برید ۴۷ تنه ووژل ګڼ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:35 0:00

د خیبر ایجنسۍ په جمرود کې ځانمرګی بمي برید چې د روانې میاشتې پر نولسمه نېټه وشو،د وژل شوو کسانو شمېره اووه څلوېښت ته رسېدلې ده. په دې پېښه کې شاوخوا اویا کسان نور ټپي شوي وو. بل پلو امریکا او ملګرو ملتونو د دې ځانمرګي برید غندنه کړېده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هېلري کلنټن په یوه بیان کې ویلي دي چې د روژې په میاشت کې د جمعې د لمانځه لپاره د راغونډ شوو خلکو وژل د قاتلانو د ظلم څرګندونه کوي . دا ځانمرګی برید پرون د جمعې د لمانځه پر وخت د خیبر ایجنسۍ د جمرود په غنډي مدوخېلو سیمه کې په یوه جومات کې ترسره شو. که څه هم د دې خونړي برید پړه چا تر اوسه پر غاړه نه ده اخیستې خو ویل کیږي چې سیمه ییزو قبیلې کوکیخېلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو مخالفت کړی وو نو کېدای شي چې دا د هغه په بدل کې تر سره شوی وي.

XS
SM
MD
LG