د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران امریکایانو ته سزا واوروله


د ایران د دولتي ټيلي وېژن ویبپاڼه ایرین د دې هېواد د عدلیې د یوې سرچینې له خولې وايي چې نیول شویو امریکايي اتباعو ته د اتو کالونو د بند سزا اورول شوې ده.

د دې دواړو کسانو نومونه شېن بویر او جوش فتال دي. ایرین وايي دواړو ته ایران ته د نا قانونه داخلېدو په تور درې، درې کاله او بیا د جاسوسۍ په تور ورته د پینځو کالونو اضافي سزا واورول شوه. د نیول شویو امریکايانو وکیل مسعود شفیع مشال راډیو ته په دې اړه وویل د دې پرېکړې تصدیق نشي کولای: ((هم په رسمي او هم په غیر رسمي ډول، دا پرېکړه ما ته نه ده راکړل شوې. دا چې کله را کړل شي نو بیا به یقیناً پر تبصره وکړم.)) بویر، فتال او یوه بله امریکايي ښځه سېرا شراوډ د ۲۰۰۹ز کال د جولای په پای کې ایراني سرحدي ساتونکو نیولي ول. درې واړه وايي په غلطۍ ایرانۍ خاورې ته ننوتي ول او دوی په عراق کې چکر واهه. سېرا شراوډ بیا د پینځو لکو امریکايي ډالرو په ضمانت خوشې کړل شوې وه. امریکا ویلي د دې سزا ګانو په اړه د مالوماتو د پخلي هڅې کوي.
XS
SM
MD
LG