د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوریا کې رژيم بیا ۳۰ کسان وژلي


په سوریا یا شام کې د اپوزېشن غړي وايي چې د ولسمشر بشار الاسد رژیم پر خپلو مخالفینو د چاپو په ترڅ کې تر ۳۰ زیات کسان وژلي دي.

رپوټونه د ځايي خلکو له خولي وايي چې د جمعې په ورځ زیاتره کسان په درعا نومي صوبه کې وژل شوي دي له کوم ځای څخه چې د مارچ په میاشت کې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم مخالفت پیل شوی وو. په شام کې دا ۳۰ کسان له هغه وروسته وژل شوي چې امریکا او اورپايي ټولنې نه یواځې له ولسمشر بشارالاسد څخه د واک پرېښودلو غوښتنه وکړه بلکې پر هغه یې بندیزونه هم ولګول. یاده دي وي چې په شام کې د ولسمشر بشرالاسد د رژیم پر ضد په پنځه میاشتې وړاندې راپورته شوي پاڅون کې تر اوسه تر دوه زره زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG