د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات او ګردیز کې چادونو ګڼه مرګ ژوبله اړولې


د افغانستان هرات ولايت کې د سړک غاړی بمي چاودنې ۱۳ ولسي وګړي وژلي دي.
د هرات ولايت وياند وايي چې د سړک غاړې ښخ شوی بم د سورلو ګاډی سره وچاودو چې له امله یې ۱۳ ولسي وګړی چې ماشومان او ښځې هم پکې شاملي دي ووژل.

بلخوا د پکتیا ولایت په مرکز ګرديز کې د ایساف ځواکونو پر پوځي اډې نن سهار د موټر بمب ځانمرګی برید شوی دی.

د پكتيا د والي وياند روح الله سمون د پيښې د تاييد ترڅنګ زياتوي، چې بريد د اډې په دروازه كې شوى او په پيښه كې دوه تنه مړه او ۹ تنه ژوبل شوي دي، چې افغان سرتيري او كارګران دي .

طالبانو د دواړو بريدونو ذمه واري پر غاړه اخيستى ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG