د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پشکال بارانونه، ۲۱ وژل شوي


په پاکستان کې د پشکال یا وسې بارانونو تر ۲۱ زیات کسان وژلي دي و کورونه یې نړولي او ولاړ فصلونه یې له منځه وړي دي.

ډان ورځپاڼه له افتونو وروسته د حالاتو د انتظامي ادارې د چارواکو له خولې لیکي چې دا بارانونه په سیند ، پنجاب ، خیبرپښتونخوا او کشمیر کې شوي دي. چارواکي زیاتوي چې زیات ځاني زیان په سیند صوبه کې اوښتی دی چې د پنشنبې له له شپې یې په یو شمېر ضلعو کې د سخت باران لړۍ پیل شوې وه. یاده دي وي چې تېر کال هم د جولايي او اګست په میاشتو کې په پاکستان کې د زیاتو بارانونو له امله راغلو سېلابونو شاوخوا دوه زره کسان وژلي وو. بل پلو د افغانستان په خوست ولایت كې هم د تيز باران او سېلاب له امله دولس کسان وژل شوې. د سيمې اوسيدونكي وايي چې سيلاب کورونه نړولي ، څاروي یې وړي او کرنیزه مځکه یې زیانمنه کړېده. دوی وايي سیلابونه دومره زيات وو، چې په تیرو څو کلونو کې یی سارى ندى لیدل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG