د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو قانون


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې هېواد په قبایلي سیمو کې د سیاسي ګوندونو قانوني لاسوند، د قانون جوړولو لپاره لاسلیک کړی دی.

د دې قانون ترمخې به اوس په قبایلي سیمو کې سیاسي ګوندونه خپل فعالیت وکړای شي. د سیاسي ګوندونو د فعالیت قانوني لاسوند په ۲۰۰۲ز کال کې جوړ کړل شوی وو چې تر دې وروسته بیا اوس بالاخره د بشپړ قانون په توګه لاسلیک شوی دی. همدا راز، د قبایلي سیمو په فرنټییر کرایمز ریګولېشن یا د جنایتونو ضد په قانوني دستاویز کې هم بدلونونه راوستل شوي دي، او اوس ایف سي آر د ۲۰۱۱ز کال د قانون په توګه ولسمشر زرداري لاسلیک کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG