د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوې د انګلستان نورو ښارونو ته وغځېدې


بلوې د انګلستان نورو ښارونو ته وغځېدې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:26 0:00

د انګلستان په بیلا بیلو ښارونوکې د بلوو او چور چپاول پېښې په څلورمه شپه هم روانې وې. دتاوتریخوالي لویې پېښې د انګلستان په دریم لوی ښار مانچېسټر کې شوې دي، چیرته چې د ځوانانو ټولیو لوی دوکانونه شوکه ولي دي ، دپولیسو سره یې نخښتې شوي او اورونه یې اچولي دي. دمانچسټر ښار د پولیسو یو لوړ پوړی چارواکی ګیري شیوان (Garry Shewan ) و ايي په ښار کې د شوکو او اور لګونې کومې پېښې چې مخې ته راغلي ، تر دې مخکې یې ساری نه لیدل کیږي . په لیور پول ، ویسټ برام وچ ، والور هیمپټن او ناټنګم ښارونو کې هم د بدامنۍ رپورټونه ورکړل شوي دي . خو چارواکي وايي چې په لندن ښار کې یې د اړي ګړي د پېښو د مخ نیوي لپاره شپاړس زره پولیس ځای پر ځای کړي دي، او د سه شنبې شپه هلته نسبتا ارامه تیره شوه . دبرتانیا وزیر اعظم ډیویډ کیمرون وايي سلګونه بلواګر نیول شوي دي ،دی زیاتوي، واردمخه څلور سوه او پنځوس کسان نیول شوي دي. مونږ به دا خبره باوري کوو چې عدالتي کاروايي ګړندۍ ترسره کیږي. او خلک دې دا توقع ولري چې په راتلونکو ورځو کې به نور کسان هم ونیول شي. خو AP خبري اژانس د نیولو شوو کسانو شمیره تر زرو پورته ښايي . په لندن کې دتیرې پنج شنبې په ورځ د پولیسو له خوا د یو نهه ویشت کلن ځوان ( مارک ـ ډوګن ) په ډزو د وژلو نه پس د هفتې دورځې راهیسې د تشدد پېښې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG