د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیلي کاپتء ښايي طالبانو غورځولی وي


په امریکايي پلازمېنه واشنګټن کې چارواکي وايي دوی فکر کوي چې د افغانستان په وردګ ولایت کې را غورځېدلی هیلي کاپټر طالبانو ویشتلی دی.

په دې پېښه کې ۳۸ سرتېري وژل شوي دي چې په کې ۳۰ امریکايي سرتېري ول. په وژل شویو کې اووه افغان کمانډو ګان او یو مترجم هم شامل دی. وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چې دا هیلي کاپټر یې په راکټ ویشتی دی. د امریکا د دفاع وزارت او نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي لا اوس هم د پېښې پلټنې کوي او د هیلي کاپټر د غورځېدو لامل مالوموي.
XS
SM
MD
LG