د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د نړېدلې ودانۍ حال


د کراچۍ ښار په پخوانۍ او زړه علاقه لياري ټاون کې د يوې پنځ پوړیزې ودانۍ د راوغورځيدو له وجې اته کسانو وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

د سېمې خلکو مشال رډیو ته وویل ، چې د راغورځيدلې ودانۍ د ملبې د لاندې اوس هم ډېرې خلک ايسار دي. د پیښې یوه عیني شاهده چی کورنې غړي یی د ملبی لاندې ګیر دي وایی: ((دا وایی زما لور او زما د کورنې غړي د ملبې لاندې دي مونږه راوتلو چی بلدینګ وغورځید او مونږته پخوا چا نه وو ویلي چی دا ودانې خطرناکه ده.)) په دې ودانې کې پنځه دیرش کورنې اوسیدلې. د ايسار شويو خلقو د راويستلو په موخه فوجي سرتيرو د ژغورنۍ کار پيل کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG