د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایټالیا: د یوې کشتۍ دننه د ۲۵ کډوالو مړي میندل شوي


د ایټالیې ساحلي ساتونکو په یوه کشتۍ کې د ۲۵ کسانو مړي میندلي دي چې د میډیترانې په سمندرګي کې یې سفر کاوه.

دا کسان له شمالي افریقا د ایټالیې لمپه ډوسا ټاپو ته روان ول. چارواکي وايي ټول مړي د ځوانو سړیو دي. دا مړي د کشتۍ د انجن له کوټې سره په یوه وړوکي ځای کې پراته ول. د کسانو د مړینې لامل نه دی مالوم. چارواکي وايي دا باور لري چې دا کسان د اکسیجن د کمښت له کبله مړه شوي دي. کشتۍ له لیبیا دوه ورځې مخکې روانه شوې وه، او ۲۹۶ کسان په کې سپاره ول.
XS
SM
MD
LG