د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټیکساس کې پینځه کسان وژل شوي


په امریکا کې پولیس وايي یوه کس د ټیکساس په ایالت کې پینځه کسان وژلي دي.

پولیس وايي پېښه بېګا د شپې شوې ده. د خلکو تر وژنې وروسته دې کس پخپله ځان هم ویشتلی دی. چارواکي وايي پېښه بېګا د امریکا د ټیکساس له وخت سره سم، په اووه بجې هغه وخت شوې ده چې د یوې ښځې او مېړه تر منځ د کالیزې په یوې غونډه کې جګړه وشوه. پولیسو په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی، خو دا یې ویلي چې کسان د ګرانډ پرېري په سیمه کې وژل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG