د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د مرستو د ودرولو بل رد شوی دی


د امریکا په سېنټ کې د بهرنیو چارو کمیټۍ د دې هیواد د خرڅونو په بل کې هغه وړاندیز رد کړی دی چې پر پاکستان دي هر ډول مرستې ودرول شي.

د امریکايي کانګریس پنځو غړو د دې وړاندیز په حق او نه دېرش غړو یې بیا پر ضد رایه ورکړېده. خو دا بل به په اوسنۍ بڼه کې هم د امریکا له خوا پاکستان ته پر ورکول کېدونکو مرستو د کلک نظر ساتل عملي کړي او له پاکستانه سره ولسي مرستې به د دې ملک په لاس ته راوړنو پورې وتړي. د ولسمشر باراک اوباما ادارې په دې وروستیو کې پاکستان ته د امریکا له خوا د دفاع په برخه کې د دوه اشاریه اووه اربه ډالرو کلنۍ مرستو دریمه برخه وګرځوله. خو د دې ادارې له خوا پاکستان ته ویل شوي چې دوي په ۲۰۰۹م کال کې د منظور شوي بل له مخې پاکستان ته په پنځو کلونو کې د ولسي مرستو په توګه د اووه اشاریه پنځه اربه ډالرو ورکولو ته ژمن دي. امریکايي چارواکو په وار وار د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی او اورپکو ډلو چې له القاعده شبکې سره اړیکي لرونکي حقاني ډله او لښکر طیبه په کښې دي ترمنځ د اړیکو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG