د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پاکستان ته پوځي امداد ودرولی


د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پوځلخواد اورپکو پرضد عملیات، د ۲۰۱۱ز کال د جون لومړۍ
د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پوځلخواد اورپکو پرضد عملیات، د ۲۰۱۱ز کال د جون لومړۍ
رپورټ: فرخنده وزیر، مشال راډیو

ایسوسي ایټډ پریس لیکي ، د امریکا د ولسمشر باراک اوباما چیف اف سټاف ولیم ډېلي ویلي، دوي پاکستان ته پوځي امداد اودرولی ، تر څو دغه هیواد القاعده او نورو اورپکو ډلو خلاف سخت عملیات وکړي.


ایسوسی ایټډ پریس لیکي، د امریکا ولسمشر باراک اوباما انتظامې د پاکستان پوځ ته د اتیا کروړه امریکاېی ډالره امداد پر دې اودروو، چې واشنګټن د ترهګرۍ ضد په روانه مبارزه کې د پاکستان د رول نه نه دې خوشحاله.


د ولسمشر اوباما چیف اف سټاف ولیم ډېلي د تیر اتوار په ورځ د یو امریکاېي ټیلي ویژن سره په خبرو کې وویل، د امریکا او پاکستان تعلقات د ښه کولو لپاره باید کار وشي، او زیاته ېي کړه دوي د دغه هیواد طاقتور پوځ ته د امداد ورکولو څه پیسې ودرولي، تر څو پاکستان د اورپکو خلاف سخت ګامونه پورته کړي نه وي.

پاکستان ته د امریکا امداد ودرولو خبره د ټولو وړاندي په امریکاېي ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې ر پوټ شوله ، او په تیره اونۍ کې د امریکا د ګډو ځواکونو چیرمین ایډمرل مایک مولن وویل، په پاکستان کې د خبریال سلیم شهزاد د تښتولو او وژلو اجازت د دغه هیواد امنتي ادارو ورکړی وو.

شهزاد د پاکستان په پوځ کې د توندوره فکر خوریدو په اړه لیکل کول. چې د جون په میاشت کې ېي مړی وموندل شو. اې ایس اې د هغه تورونو تردید کړی چې ګني شهزاد دوي وژلی.


د ولسمشر اوباما چیف اف سټاف ولیم ډېلي د اې بي سي ټیلي ویژن سره د خبرو پر وخت وویل، پاکستان د امریکا هغه پروګرام وتړو چې پکې د سلو زیات امریکاېي پوځي روزونکو د دغه هیواد امنیتیي ځواکونو ته ټریننګ ورکولو، او ددې سره سره ېی امریکاېی وګړو ته په ویزو ورکولو هم ځینې پا بندیانې لګولې دي.

پاکستان ته په پوځي امداد ودرولو په اسلام اباد کې د دفاعې چارو کاپوه عایشه صدیقه مشال ريډیو سره په خبرو کې وویل، په پاکستان کې د القاعده د مشر پاتې کیدل او وژل کیدل په امریکا کې یو شمیر پوښتنې پیدا کوي، او زیاتوي ، دا پاکستان ته یوه اشاره ورکوي، البته هغوي د پاکستان د اولس سره مرستې نه دې بندې کړي.

عایشه واېي ، امریکا پوځ ته خپله ناراضګې څرګنده کړه، او د دې مطلب دا دې، چې پوځ هغه څه نه کوي د څه پاره چې دوي سره مرستې کیږي. لکه په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات نه کول، د لشکر طیبه خلاف کارواېی او داسې د دواړو هیوادونو تر مینځ یو شمیر نورې مسلې دي.


عایشه صدیقه دا هم واېي ، امریکا پر دې پوهه ده چې پوځ په یو شمیر برخو کې عملیات خو کوي ، خو د حقاني اورپکې ډلې او دا شان د لشکر طبیه خلاف تر اوسه هیڅ نه دي شوي.


ایسوسي ایټډ پریس په واشنګټن کې د یو څیړونکي جارج پرکو ویچ د خولې لیکي، د ایډمرل مولن د سلیم شهزاد د وژنې په اړه خبرې او د امرکاېی امداد ودرولو وروستو اوس د پاکستان او امریکا اړیکی ښې نه دې پاتې شوې.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا د تیر خالي په ورځ افغانستان ته د سفر په محال خبریالانو ته وویل، امریکا به په پاکستان دباو زیاتوي ، چې دغه هیواد د القاعده د نوي مشر ایمن الظواهري او د نورو اورپکو پرضد کارواېي وکړي.


رویټرز خبري اژانس لیکي ، د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان واېي، دوي به د پاکستان سره امداد جاري ساتي، خو دې ته به هم پام کوي، دغه هیواد څومره د ترهګرو پر ضد په عملیاتو کې مخلصه دې.
XS
SM
MD
LG