د لاسرسي ځای

تازه خبر

وېنېزوېلا له چینه څلور اربه ډالره پور تر لاسه کوي


د وېنیزوېلا ولسمشر هوګو شاوېز ویلي هېواد به یې ژر له چینه څلور اربه امریکايي ډالره پور تر لاسه کړي.


هغه دا خبره د کابینې په یوې غونډه کې کړې ده چې په دولتي ټيليوېژن په ژوندۍ بڼه خپور شو. ده وویل له دې پیسو سره به ځېنې پروژې پر مخ بوځي لکه په وېنیزوېلا کې د رېل نظام. تر دې مخکې د هېواد مرستیال ولسمشر الیاس جاووا ویلي ول شاوېز ژر ژر له خپلې ناروغۍ رغېږي. شاوېز کیوبا ته د سرطان د عملیات لپاره تللی وو.
XS
SM
MD
LG