د لاسرسي ځای

تازه خبر

له امریکا سره اړیکي په ښه کېدو دي.


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د امريکا او پاکستان تر منځ ترینګل شوي اړیکي اوس په ښه کېدو دي.

د دې وزارت ویاندې تهمینه جنجوعه د پنجشنبې په ورځ، په یوې خبرې غونډه کې ویلي داړیکو لا پیاوړتیا لپاره ستراتیژیکو خبرو اترو ته اړتیا ده. جنجوعه وویل چی له افغانستان سره هم د وروستي رامنځ ته شوي کړکېچ د ختمولو لپاره خبرې اترې روانې دي. اخوا په پاکستان کې د امريکا سفير کیمرون مونټر ويلي دي چې، که څه هم د امريکا او پاکستان اړيکي له يو مشکل وخته تېرېږي، خو بيا به هم امريکا له پاکستان سره د ترهګرۍ پر ضد جنګ او د جمهوريت د پياوړتيا په برخه کي مرسته جاري ساتي. نوموړي دا څرګندوني په پېښور کي د امريکا د نوي ټاکل شوي کونسل جنرلې مېرمن میري رېچرډ د هرکلي غونډې ته کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG