نن غرمه په جنوبي وزيرستان کي په يو جرګه کي د دوو فريقينو تر منځ په ډزو کي اته تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شول.
زموږ د خبريال له راپور سره سم د جنوبي وزيرستان په مان توي سان توی سيمه کي د ځايي قبايلو د دوو ښاخونو تر منځ د مځکي پر سر د کشالې د هوارولو لپاره د مشرانو لخوا رابلل شوې جرګه روانه وه چي د فريقينو تر منځ ناڅاپه تاوتريخوالی را منځ ته شو او پر يو بل يې ډزي پيل کړې چي په نتيجه کي يې اته کسان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.