د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نیمروز کې چاودنه، ۱۸ وژل شوي


د افغانستان په نیمروز ولایت کې د سړک تر غاړې بمي چاودنه شوې ده.

پولیس وايي په پېښه کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او په لسګونه ژوبل دي. د نیمروز د پولیسو مشر عبدالجبار پوردلي له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ویلي، چاودنه نن د مساپرو د یوه ګاډي د تېرېدو پر وخت شوې ده. دی وايي په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ ژوبل شوي دي. تر اوسه د پېښې پړه چا نه ده منلې خو د نیمرزو ولایت د پولیسو مشر وايي د پېښې تر شا د وسله والو طالبانو لاس دی.
XS
SM
MD
LG