د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د صوبايي خود مختارۍ ورځ ده


د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ټولو صوبو کې د جمعې په ورځ د صوبايي خود مختارۍ یا خپلواکۍ ورځ لمانځل کېږي.

له ننه، له مرکزه ۱۷ وزارتونه، له ټول واک سره صوبو ته انتقالېږي. صوبو ته د وزارتونو د سپارښت د پرېکړې منظوري وړمه ورځ د پاکستان فېډرالي کابینې ورکړې وه. د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني وايي: ((ننۍ [د جولای لومړۍ، جمعه] ورځ د صوبايي خپلواکۍ د قامي ورځې په توګه لمانځل کېږي.)) د وزارتونو صوبو ته د سپارښت بهیر د پاکستان په اساسي قانون یا ایین کې تر اتلسم ترمیم یا بدلون تر مخې شونی شو. اتلسم اییني بدلون وايي چې د هېواد پینځه لوی وزارتونه، لکه د اقتصادي چارو وزارت، د مالي چارو ، د دفاعي چارو، د بهرنیو چارو، او مواصلاتو وزارتونه به د فېډرالي حکومت تر واک لاندې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG