د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې پیلوټه الوتکو برید، ۲۱اورپکي ووژل


ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله


پاکستاني چارواکي وايي د بې پیلوټه مشکوکه امریکايي الوتکو په دوو بریدونو کې ۲۱ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

د استخباراتي ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي لومړی برید د دره نیشتر سیمه کې په یوه پک اپ ګاډي وکړی شو شوی دی چې پکې سواره اته مشکوک وسلوال ووژل شو. دا سیمه د شمالي او جنوبي وزیرستان پر پوله پرته ده.

د چارواکي له وینا سره سم، دویم برید د منتوی په سیمه کې داورپکو طالبانو د یوه کمانډر آدم خان پر مرکز شو چې پکې ۱۳ تنه مشکوک وسلوال ووژل شو.


پر قبایلي سیمو شمالي و جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه مشکوکه امریکايي الوتکو بریدونه له مودې راهیسې کېږي، چې په کې د حقاني ډلې ،ځايي طالبانو او القاعدې اورپکي په نښه کېږي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال ویلي دواړه بریدونه پر قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان شوي دي. په دې سیمې کې د پاکستان ځواکونه د طالبانو او د القاعده د اورپکو پر ضد جنګېږي.

د ډرون تازه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د ځايي خبري سرچینو په خبره وړمه ورځ د شمالي وزیرستان سرښار میرام شاه نه پنځه کلومیټره لرې ختیځ پلو قطب خیل سیمه کې نامالومه وسلوالو د فدایانې اسلام نومې ډلې یو کمانډراو ویاند شاکرالله شاکر په ډزو وژلی دی.

په سیمه کې یوه ځايي تن د نوم نه ښودلو په شرط د مشال ریډیو خبریال عمردراز وزیر ته وویل، چې نامالومه وسله والو له یوې تورې بینجو ګاډۍ څخه پر پر موټر سایکل سپور شاکرالله شاکر ډزې شورو کړې او وویې وژلی.

وژل شوی وسله وال طالب د تحریک طالبان پاکستان د مشر حکیم الله مسود او د ځانمرګو بم بریدکونکو د روزونکي قاري حسین نژدې ملګری او د فدایانې اسلام نومې ډلې خصوصي ویاند وو.تر اوسه د هغه د وژلو پړه چا نه ده اخسیتې او نه هم د تحریک طالبان پاکستان په دې اړه څه ویلي دي.

کمانډر شاکرالله شاکر د جنوبي وزیرستان د مسود بدر علاقې له پریدي قبیلې سره تعلق لرلو.
XS
SM
MD
LG