د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر ویلي په هېواد کې د پارلېماني انتخاباتو اړونده بحران د هېواد دننه مسله ده.
وحید عمر وویل په دې اړه حکومت د بهرنۍ مداخلې اجازه نه ورکوي. هغه وویل دا ستونزه به د هېواد دننه د افغانستان د اساسي قانون ترمخې هواروي. یوه ورځ مخکې د افغانستان د پارلېمان غړو له ملګرو ملتونو غوښتي ول چې د ولسي جرګې ملاتړ دې وکړي چې اوس یې د ولسمشر کرزي له حکومت سره اختلافات را برسېره شوي دي. ملګرو ملتونو پر پارلېمان ټینګار کړی دی چې له هغو ګامونو اخیستو دې ډډه وکړي چې سیاسي بحران ژوروي. د ولسي جرګې وکیلان پر هغې پرېکړې غوسه دي چې د افغانستان یوه ځانګړي عدالت د درغلۍ د اندېښنو له کبله د ۶۲ وکیلانو په اړه کړې ده او ویلي یې دي چې دوی دې خپلې څوکۍ پرېږدي.