د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پارلېمان غړي دې بحران نه ژوروٍي: م م


ملګرو ملتونو پر افغان پارلېمان ټینګار کړی دی چې له هغو ګامونو اخیستو دې ډډه وکړي چې سیاسي بحران ژوروي.

د پارلېمان غړي پر هغه ځانګړي عدالت غوسه دي چې امر یې ورکړی دی چې ۶۲ د پالېمان غړي دې د درغلۍ د اندېښنو له کبله خپلې څوکۍ پرېږدي. دا عدالت تېر کال په سپټمبر کې تر شویو پالېماني انتخاباتو وروسته ولسمشر حامد کرزي جوړ کړی وو. تر انتخاباتو وروسته هم په دې هېواد کې د درغلیو تورونه پورې شوي ول او تر ډېرې مودې نوې ولسي جرګه و نه پرانیستل شوه. د پارلېمان وکیلانو، په افغانستان کې، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټافن ډي مستورا ته یو لیک استولی دی چې په کې یې له هغه د ځانګړي عدالت پر ضد د نړیوالې مرستې غوښتنه کړې. د پارلېمان غړي وايي دا عدالت ناقانونه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG