د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برېتانیې پوځي روزونکي دې ووځي


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د برېتانیې سفارت وايي، پاکستان ورته ویلي چې د لنډ وخت لپاره دې خپل پوځي روزونکې ډلې له هېواده وباسي.

د روان میلادي کال د مې په دویمه نېټه په پاکستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو د پټو عملیاتو پر مهال د القاعده مشر اسامه بن لادن وواژه. تر دې وروسته د هېواد پوځ د خلکو تر سخت فشار لاندې دی چې خپله خپلواکي دې بیا څرګنده کړي او دا دې عملي کړي. د اسامه تر وژنې وروسته، د رپورټونو ترمخې پاکستان شا و خوا ۱۲۰ امریکايي روزونکي بیرته خپل هېواد ته واستول. تېره ورځ، د برېتانیې ګارډین ورځپاڼې ویلي ول چې پاکستان ۱۸ برېتانیوي پوځي مشاورین چې په کوټه کې پراته ول، له هېواده ایستلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG