د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې بریدونه، ۷۰ وژل شوي، ۱۴۰ ژوبل


کندوز: په دې انځور کې د خان اباد ولسوالۍ په بازار کې تر چاودنې وروسته منظر. د چاودنې په ځای کې بایسیکل هم پروت دی او یو افغان پولیس ولاړ دی. د روان زېږیز کال د جون ۲۴مه.
کندوز: په دې انځور کې د خان اباد ولسوالۍ په بازار کې تر چاودنې وروسته منظر. د چاودنې په ځای کې بایسیکل هم پروت دی او یو افغان پولیس ولاړ دی. د روان زېږیز کال د جون ۲۴مه.
رپورټ: بشیر ګواښ، مشال راډیو

د افغانستان د لوګر ولایت په یوه روغتون کې ځانمرګی برید شوی دی.

د چارواکو له وینا سره سم، په برید کې شا و خوا ۶۰ کسان وژل شوي او ۱۲۰ ژوبل دي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش وايي: (( دا پېښه د ارزې په ولسوالۍ کې شوې ده.))

دی وايي ټول ښکار شوي په روغتون کې داخل ناروغان او یا هم د دې ناروغانو خپلوان دي.

چارواکي وايي په ځانمرګي برید کې موټر کارول شوی دی.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ویلي: ((موږ پر روغتون شوی دا برید غندو. هر چا چې دا کار کړی دی طالبان بدنامول غواړي.))

بل خوا، د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې چارواکي وايي، د خان اباد په ولسوالۍ کې بمي چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو له وزارته په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې بم يوه بایسیکل پورې تړل شوی وو او دا بایسیکل د ایسکریم له یوه دوکان سره ودرول شوی وو.

په دې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي، او ۲۴ ژوبل دي. بیان وايي په وژل شویو کې یو پولیس هم دی.

اورپکو له شا و خوا یوې لسیزې راهیسې په دې روانه جګړه کې په بیا بیا حکومتي کارکوونکي، پولیس او بهرني ځواکونه په نښه کړي دي.
XS
SM
MD
LG