د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی سفیر راغوښتل شوی: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي په کابل کې یې د پاکستان سفیر ورغوښتی او په کونړ ولایت کې یې د پاکستان له خاورې د توغندیو د وروستیو بریدونه په اړه ورته خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان له خاورې د توغندیو په دې بریدونو کې، چې په دې وروستیو ورځو کې بیا بیا تکرار شوي، د ماشومانو او ښځو په ګډون عام وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي تېره ورځ مازیګر د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول له پاکستاني سفیر محمد صادق سره خبرې کړې دي. اعلامیه وايي له پاکستانه د داسې پېښو د مخنیوي غوښتنه شوې ده. په دې وروستیو کې پاکستان تور پورې کړی وو چې له افغانستانه اورپکي بر دیر ته د برید لپاره ورغلي ول چې دا خبره بیا د افغانستان د سرحدي پولیسو یوه ویاند رد کړه.
XS
SM
MD
LG