د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمل ته اړتیا ده، خبرو ته نه: امریکا


د سوریا ولسمشر بشار الاسد ویلي په هېواد کې د بحران لپاره، د ده په وینا، ورانکاري تورن او ملامته دي.

د نوموړي وینا په ټیلي وېژن خپره شوې ده چې په کې ده غږ کړی چې مسلې دې د خبرو اترو له لارې هوارې کړل شي. نوموړي پر نامشخصه قواو تور پورې کړ چې د خلکو په وژنه کې ککړ دي او نوې وسلې او ښه مخابراتي ټیکنالوژي کاروي. خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وېکټوریا نولینډ ویلي رژيم باید د بې ګناه ولسي وګړو وژنې ودروي. هلته د اوروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په لګزمبورګ کې د یوې غونډې پر مهال سلا شوي دي چې د اسد پر رژیم به بندیزونه نور زیاتوي او پراخوي به یې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG