د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان جنوب کې په یو پېښه کې د نېټو سرتېري وژل شوي




د نېټو چارواکي وايي، د افغانستان په جنوب کې یې د ټرېفک په یوه پېښه کې څلور کارکونکي وژل شوي دي.

د نېټو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا پېښه پرون رامنځ ته شوې ده خو له جګړې سره تړاو نه لري.

تر دې وړاندې د نړیوالو سوله ساتونکو ځواکونو چارواکو هم وویل چې په دې هیواد کې یې په جلا جلا پېښو کې درې عسکر وژل شوي دي.

د دې ځواکونو له خوا په خپرو شوو خبرپاڼو کې ویل شوي چې دوه عسکر یې د افغانستان په جنوب او دریم یې د دې هیواد په ختیځ کې د وسله والو په بریدونو کې وژل شوی دی.

په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې دا عسکر د کوم هیواد دي او د افغانستان په کومو سیمو کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG