د لاسرسي ځای

تازه خبر

یمني مظاهره چیان:پر ولسشمرعلي عبدالله صالح دې مقدمه وچلول شي


دیمن په اکثرو لویو ښارونو کې زرګونو کسانو دمظاهرې په ترڅ کې د ولس مشر علي عبدالله صالح د کورنۍ د غړو او د هغوی د نږدې ملګرو د محاکمه کیدو غوښتنه وکړه .

دا دجون میاشتې په سر کې په صدارتي ماڼۍ د توغندي په برید کې د ولس مشر علي عبدالله صالح تر زخمي کیدو او د علاج لپاره سعودي عربستان ته د تلو نه پس په یمن کې تر ټولو لویه مظاهره وه .

دصالح د کورنۍ ځیني غړي او دهغه ځیني نږدې ملګري لاهم په یمن کې دي او یمن د نوموړي د پلویانو او مخالفو ترمنځ د واک د رانیولو د کشمکش انځور وړاندې کوي.

علي عبدالله صالح دتیرو درې دیرشو کلونو راهیسې د یمن په خلکو حکومت کوي، خو اوس دهغه مخالفین دهغه نه د واک د پرېښودلو او د جلا وطن وسیدلو غوښتنه کوي.

بل پلو واشنګټن اندېښنه ښودلې چې دیمن ناندرۍ القاعده پیاوړې کولی شي.
XS
SM
MD
LG