جرمني په رسمي ډول د لیبیا یاغیان پېژندلي دي.او امریکا پر افریقايي هېوادونو غږ کړی دی چې د معمر قذافي ملاتړ دې پرېږدي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګېډو وېزتر وېلې په بن غازي کې له یاغیانو سره تر لیدو وروسته وویل، جرمني د واک د بدلون ولسي شورا، د لیبیا د خلکو د یواځیني قانوني استازي په توګه پېژني.
جرمني په دې ډول دیارلسم هېواد شو چې دا شورا یې وپېژنده. هلته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن د اېتیوپیا په عدیس ابابا کې پر افریقايي مشرانو غږ کړی دی چې قذافي دې پرېږدي.