د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوریايي سرتېرو د جسرالشغور واک تر لاسه کړ


سوریايي پوځیانو چې د هیلي کاپټرو او ټانکونو مرسته ورته تر لاسه ده د هېواد جسر الشغور سیمه تر خپل واک لاندې راوستې ده.
د هېواد دا شمال غربي وړوکی ښار د تېرې ورځې د عملیاتو پر مهال زیاتره خالي وو ځکه چې اوسېدونکي يې ګاونډي هېواد تورکیې ته تللي دي. سوریايي خبري اژانس ویلي حکومتي ځواکونو په جسرالشغور کې ډله ییز قبرونه میندلي دي چې په کې زیاتره د لسو وژل شویو امنیتي سرتېرو غوڅ بدنونه او د ځان غړي پراته دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي له ولسمشر بشار الاسد سره یې خبرې کړې دي او پر هغه یې ټینګار کړی دی چې د خلکو د نظر اورېدو لپاره دې پرېکړنده ګامونه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG