د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګېټس:له افغانستان به ځواکونه په احتیاط باسو


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس وايي له افغانستانه به په احتیاط او په مرحلو کې بهرني ځواکونه ویستل کېږي.

دا خبره هغه د افغانستان په هېلمند ولایت کې د پوځي مرکز د لیدنې پر مهال کړې ده. تر دې مخکې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ګډې خبري غونډې پر مهال ښاغلي ګېټس وویل،" افغان ولس باید دوه خبره په مغزو کې وساتي. لومړۍ دا چې امریکا او د هغه ملګري به وخت ته په کتو سره له افغانستانه په ورو ورو ووځي. دویم دا چې موږ له افغانستان سره اوږد مهالې ملګرتیا ته ژمن یو.٬٬
ګېټس زیاته کړه امریکا به افغان امنیتي ځواکونو ته مرسته او د هغوی روزنه جاري ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG