د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوه خاصه داران له تیښتېدو وروسته وژل شوي



د خیبر پولیټیکل چارواکي وایي تېر ماښام د پیښور حیات آباد سیمې نه د دوه خاصه دارانو مړي موندل شوي دي.

چارواکو د مشال ريډيو خبریال ته ويلي دغه خاصه داران چې دولت خان او لطیف خان نومیږي پرون نا څرګنده وسله والو د شاه کس سیمې نه تښتولې وو چې ۶ ګنټې د لادرکه کېدلو وروسته یی مړي وموندل شول چې داسې ښکاري په ډزو وژل شوي وو.

د پيښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.

حیات آباد د خیبر ایجنسۍ سره جوخته سیمه ده. او خاصه داران له دې مخکې هم د وسله والو لخوا په نښه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG