د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاک پوځ:په شمالي وزیرستان پوځي کاروايي نه کوو.




د پاکستان پوځ ويلي چې په شمالي وزيرستان کې په سمدستې توګه د عملیاتو د پیلولو هيڅ پلان نه لري.د امريکا او فرانس د خبري اژانسونه ایوسيیټد پريس او اې ايف پي له مخي د چارشنبې په ورځ په قبايلي سیمو کې د پوځي عملیاتو مسئول لیفتيننټ جنرل آصف ياسين ملک په مومند ايجنسۍ کې خبريانو ته وويل چې په شمالي وژيرستان کې د پوځې عملياتو په اړه ميډيا خبرونه بې ځایه پړسولي.

نوموړي زياته کړه چې پوځ به داډول عمليات هغه وخت کوي کله چې په دې پوه شي ، دا د دوی په ملي ګټه تماميږي.

د شمالي وزيرستان په اړه د پوځ قومندان وويل چې هلته هم هغسي آرامي او امن دی لکه چي څو اونيو وړاندي وو.

ای ايف پي وايې، کله چې يو خبريال و پوښتل چې آيا هلته اوس د عملياتو اړتيا ليدل کيږي نو لیفتيننټ جنرل آصف ياسين ملک په ځواب کې وويل چې کيدای شې بلاخره دوی هلته ولاړ شي.


د پوځ قومندان دغه څرګندونې هغو خبريالانو ته وکړې چې پوځ په مومندو کې د روانو عملياتو د پرمختګونو ښودولو لپاره له ځان سره بيولي وو.

د پاکستان پوځ په شمالی وزيرستان کې د عملياتو خبرونه په داسي حال کې رد کړي دي چې د امريکا د پوځ مشر مائيک مولن تيره ورځ د امريکا ټيلي ويژن ته ويلي وو چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې عملیاتو ته سلا شوی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن او د پوځ مشر مائيک مولن د نورو چارواکو په ګډون تيره اونۍ د پاکستان سفر ترسره کړی وو. له پاکستاني چارواکو سره د ليدو وروسته هیلري کلنټن د خبري کانفرنس په مهال په پاکستان ږغ وکړی چې د القاعده او طالبانو پر ضد دي پريکنده ګامونه واخلي.

امريکا له ډيري مودې راهیسي پر پاکستان فشار اچوي چې په شمالي وزیرستان کې دې عملیات وکړې. دوی تور لګوي چې په شمالی وزيرستان کې ميشت حقانی شبکه په افغانستان کې دننه د اتحادي او افغان ځواکونو پر ضد نه يوازي بريدونه تنظېموي بلکه هلته اورپکي هم ورلېږي.
XS
SM
MD
LG