د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هنګو ځانمرګي برید وژل شوي ۳۴ تنو ته ورسېدل


د هنګو چاودنې یو ژوبل کس روغتون کې تر درملنې لاندې دی
د هنګو چاودنې یو ژوبل کس روغتون کې تر درملنې لاندې دی


په هنګوکې د ځايي خلکو په وینا چې د پروني ځانمرګي بمي برید نه وروسته د کنډکپرو ودانو نه یې څلور نور مړي راوېستلي دي.چې په دې سره د وژل شویو شمیره ۳۴تنو ته رسېدلې ده.

ددغه برید پړه پاکستاني طالبانو منلې چې د دوی په خبره د اسامه بن لادن د مرګ غچ یې اخیستی دی.

دغه برید پرون ماښام شپږ بجې له ضلعي عدالت سره نژدې د پولیسو په وینا د یوه ځانمرګي لخوا د موټر بم په مرسته وشو.د پولیس یو مشر چارواکي ډي پي او عبدالرشید د مشال ریډیو خبریال طارق اورکزي ته وویل،دا یوه ډېره درنه چاودنه وه چې پکې لویه مرګه ژوبله عامو خلکو ته رسېدلې او د پولسی هم څلور کسان وژل شوی او پنځه ټپیان دي. ٬٬

د ضلعي رغتون مشر ډاکټر اسحاق بنګښ وايي، زیاتره وژل شوي کسان د هنګو سیمې اوسېدونکي دي.داچې چاودنه روغتون ته جوخته شوې وه نو مو په هسپتال کې اېمرجنسي اعلان کړه.روغتون ته ټول ۳۰ مړي راوړل شوي دي چې تراوسه د ۲۷ مړیو پېژندګلو شوېده.چې خپلو خپلوانو له ځان سره وړي دي.او زخمیان ۵۰ پورې راوړل شوي دي.٬٬

په چاودنه کې ټپي یو کس کامران وايي،له خپلو ملګرو سره ناست وم ،یو لوی درز وشو پوی نه شوم او چې کتل مې په هسپتال کې پروت وم.٬٬

د ځانمرګي بمي برید د سترګو لیدلی حال وايي چاودنه دومره زوروره وه چې ګڼو ودانیو ته یې زیان ورسولی.

د هنګو سیف الاسلام له مشال ريډيو سره په خبرو کې وویل ،په کچارۍ کې شاخوا ۳۰ دوکانونه چې مکمل تباه شوي هلته یو هوټل هم پر بل مخ راچپه شوی.کچارۍ ،د اې پي آو او ډي سي او دفترونو ته نقصان رسېدلی دی.او ان د هنګو پریس کلب دروازې او ښیښې هم ماتې شوېدي.٬٬


ځايي خلک وايي، د امدادي کاروايي نه مطمین نه دي چې د دوی په خبره د انتظامییې لخوا د مړو را وېستلو کار ډېر ورو روان دی.

د ځانمرګي بمي برید نه وروسته د خپلو کسانو په اړه یو اندېښمن کس وايي،زما خپل ماما چې په سوشل ویلفییر ډپارټمنټ کې کار کوي له بیګا راهیسې ورک دی ،د هغه د ژوند مرګ هیڅ پته نه لګېږي او نه هم د حکومت لخوا کومه مرسته راسره شوېده.دلته ټول مړي خلکو په خپله را واېستل.که حکومت ته مو انتظار کړی وايي نو په ۳۶ ګنټو کې دا مړي نه شوای راېستل کېدای.دا دومره فنډونه ورکول کېږي او دا دومره خرڅې پرې لګېږي او کار یې هیڅ نه دی مالوم.٬٬

خو د هنګو پولیټیکل اجنټ وايي، دا خبره سمه نه ده له بېګا راهیسې او بیا دا دی نن تر سهاره د ښاروالی(بلدیې) کسان له کنډکپرو او ملبې څخه مړي راباسي.له صوبايي حکومت سره مو رابطه کړې او وزیراعلی امیر حیدرخان هوتي خپله ددې خبرې ډاډګېرنه راکړه چې څه قسم مرسته او حاجت ته ضرورت لرو صوبايي حکومت به یې ورسره کوي.او بل دا ځای ته وګوری نو موږ لویه مشینري نه شو راوستلی یوازې دغه شته مشینري کارولای شو.

د پولیسو په وینا د څه نا څه ۴۵۰ کلوګرامو پورې د بارودي موادو کارولو په دغه چاوودنه کې د شاوخوا ودانیو چتونه راغورزېدلي چې پکې له پرونه راهیسې یو شمېر خلک اوس هم تر کنډکپرو لاندې پراته دي.
XS
SM
MD
LG