د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي د کندهار نننۍ چاودنه وغندله


ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې نننۍ بمي چاودنه وغندله چې پکې ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل دي.


د جمهوري رياست له ارګ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه کې ولسمشر کرزي دا ستر جنايت او د اسلام د اساساتو خلاف عمل بللى دى.

نن د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د نیسا په نوم د سړک جوړونې د يوه شرکت یو مازدا موټر د ماين چاودنه وشوه چې په نتيجه کې د دغه شرکت لس تنه کارګران ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول.

تر دې مخکې په پکتيا کې د سړک جوړونې پر يوه شرکت خونړى بريد شوى و، چې د دې شرکت ٣٥ کارګران وژل شوي او ګڼ نور ټپيان وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG