د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یمن ولسمشر واک نه پرېږدي


د یمن ولسمشر علي عبداله صالح یو ځل بیا د هغه تړون له لاسلیکولو انکار کړی دی، چې تر مخې به یې نوموړی خپله دنده پرېږدي.

د نوموړي له انکار سره په دې هېواد کې بحران لا نور پراخه شوی دی ځکه چې احتجاج کوونکي غواړي د نوموړي ۳۳ کالنه واکمني پای ته ورسوي.

تړون د خلیج د عربو هېوادونو او امریکا په درېیمګړتوب جوړ شوی وو، او تر مخې به یې ولسمشر د دېرشو ورځو دننه خپله دنده پرېښوده. که چېرې صالح دا لاسلیک کړی وای نو بیا به استثنا ورته ترلاسه شوې وای او مقدمه به پر نه چلېده.

د یمن دولتي ټيلي وېژن وويل چې صالح به یواځې هغه مهال تړون لاسلیکوي چې د مخالفو ډلو مشران هم موجود وي. د مخالفو ډلو مشرانو لا د شنبې په ورځ لاسلیکونه کړی ول. دا درېیم ځل دی چې یمني ولسمشر له لاسلیک کولو شا ته شوی دی. تر اوسه په ناکرارۍ کې له ۱۷۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG