ډان ورځپاڼه د یوه پاکستاني چارواکي له خولې لیکي چې په څو اونیو کې د پنځوس ( جې ایف – اوولس تهنډر ) نومي الوتکو د ترلاسه کولو لپاره به نن په رسمي توګه نړون لاس لیک شي.
چارواکی زیاتوي چې که څه هم پاکستان او چین وار له مخه په ګډه (جې ایف – اولس ) نومي الوتکي جوړوي خو دا پنځوس الوتکې په نوې بڼه جوړي دي.
دی وايي دا جنګي الوتکي به د پاکستان په دفاع کې مرسته کړي او د دې ملک د هوايي ځواک په وړتیا کې به زیاتوالی رامنځ ته کړي.