د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمدي نژاد وايي له خپل مذهبي مشر سره اختلاف نلري


د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وايي له مذهبي مشر ایات الله خامنایي سره هیڅ اختلاف نه لري.

د ایران له حکومتي ټلویزیون سره په مرکه کې ولسمشر محمود احمدي نژاد که څه هم د دې خبرونو د خپرېدو سرچینه په ډاګه نکړه خو د ایراني ولس له مذهبي مشر ایات الله خامنايي سره یې د خپل اختلاف په اړه ټول خبرونه بې بنسټه وبلل.

محمود احمدي نزاد زیاته کړه چې ایات الله خامنايي د هغه د ده لپاره د پلار حېثیت لري او نوموړی هغه کس دی چې د نولس سوه نهه اویایم کال تر اسلامي انقلاب را وروسته یې د ایران لارښوونه کړېده.

محمود احمدي نژاد زیاته کړه چې ایات الله خامنایی د قانون له مخې د ولسمشر د پرېکړو د ردولو واک هم لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG