د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: په هدفي وژنو کې درې وژل شوي دي


د بلوچستان په کوټه کې د هدفي وژنو په پېښو کې درې کسان وژل شوي دي.
د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، پېښې بېګا ماښام شوې دي. ویل کېږي دوه وژل شوي په کوټه کې ابادکاران ول او یو بلوڅ وو.
په بلوچستان کې له مودې راهیسې هدفي وژنې کېږي، او خلک تښتول کېږي چې د دې له کبله د تېرې اوونۍ پر مهال په صوبه کې لاریونونه هم شوي ول، او موده مخکې احتجاجاً کاربندیز هم شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG