پاکستان وايي د احتجاج په توګه به په هغې مهمې غونډې کې برخه وا نخلي چې په امریکا کې د افغانستان په اړه کېږي.
پاکستان دا احتجاج د امریکا بېپيلوټه الوتکو په برید کې د ۳۵ کسانو پر وژنه کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په اسلام اباد کې د امریکا سفیر کیمرون منټر ته یې ویلي دي چې پاکستان به له امریکايي او افغان چارواکو سره کې د روانې میاشتې په ۲۶مه کېدونکې غونډه کې ګډون و نه کړي. په پېښور کې استخباراتي چارواکو ویلي وو د زیارت په ورځ په شمالي وزیرستان کې د امریکايي بېپيلوټه الوتکو په برید کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي ول. شمالي وزیرستان د طالبانو او القاعده قوي مرکز ګڼل کېږي. خو د پاکستان چارواکي وايي د دته خېلو په دې برید کې عام وګړي او پولیسان هم شامل دي.