د لاسرسي ځای

تازه خبر

دلېبیا د نه الوت سیمې لپاره د م .م د پرېکړه لیک عملي لارې چارې


نړيوال پر ليبيا د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل له خوا د نه الوت سيمې د قرارداد له منظورۍ وروسته د دغه کار د عملي کولو لپاره لارې چارې لټوي.

د رپورټونو ترمخه اوس به په دې هيواد کې نړيوالو پوځي عملياتو ته لار هواره شي.

د يادونې وړ ده چې له څه مودې راهيسې ليبيايي ځواکونو په حکومت مخالفو مظاهره چيانو وسله وال بريدونه وکړل چې اوس دا مسله د دواړو اړخونو ترمنځ په وسله واله جګړه اوښتي.

پر نړيوالو فشار وو چې د لیبيا د صدر معمر قذافي پر ضد دې سخت ګامونه پورته کړي.

د يو بل خبر تر مخه په بحرين کې حکومتي ځواکونو په مظاهره چيانو ډزې کړي او د رپورټونو ترمخه درې کسان يې وژلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG