د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ازبکستان کې د بشري حقونو څار ډله خپل دفتر تړي



دبشري حقونو د څارنې اداره ( HRW ) وايي د ازبکستان چارواکو دوی دې ته اړ کړي چې په تاشکند کې خپل دفتر وتړي.

نوموړې اداره داهم وايي چې تر دې مخکې هم ددوی مامورینو ته د ویزو په نه ورکولو ازبک چارواکو ددوی د کار د مخ نیوي هڅه کړې وه .

دوی وايي ازبکستان په داسې وخت کې دوی ته د خپل د فتر د تړلو امر کړی چې په دغه هیواد کې د بشري حقونو سرغړونې څارل شوي او لسګونه خبریالان او سیاسي فعالین په زندانونو کې شکنجه شوي دي.

اسلام کریموف تر دوو لسیزو پورې په پوره ځواکمنۍ په ازبکستان کې حکومت کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG