د لاسرسي ځای

تازه خبر

راولپېنډۍ: پروېز مشرف دې ونیول شي: عدالت


د پاکستان د راولپېنډۍ د ترهګرۍ د مخنیوي عدالت د پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو د وژنې په مقدمه کې د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د نیولو امر کړی دی.

پاکستانۍ رسنۍ وايي په پخواني ولسمشر پروېز مشرف د هېواد د پخوانۍ وزیراعظمې او د پیپلز ګوند د مشرې بې نظیر بوټو په وژنه کې د لاس لرلو تور دی. دغه مقدمه چې د راولپېنډۍ د اډیالې په زندان کې د عدالت جج رانا مختار واورېده، امر کړی دی چې پروېز مشرف دې ونیول شي، او دا داسې امر دی چې تر مخې یې پروېز مشرف عدالت ته تر وړاندې کېدو مخکې خپل ضمانت هم نشي کولای. د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه د ۲۰۰۷ میلادي کال د ډېسمبر په ۲۷ مه په راولپېنډۍ کې د یوې بمي چاودنې او ډزو په پېښه کې ووژل شوه.
XS
SM
MD
LG