د لاسرسي ځای

تازه خبر

موږ څنګه پاتې راغلو


د اقلیتی چارو مرکزي وزیر شهباز بټي چې د نامالومه کسانو په ډزو کې ووژل شو
د اقلیتی چارو مرکزي وزیر شهباز بټي چې د نامالومه کسانو په ډزو کې ووژل شو
لیکواله الیزه حبدر

ژباړه: بوریوال کاکړ

ورځپاڼه ً دي ایکسپریس ټربیون ً لیکي چې د پاکستان د پنجاب صوبې د ګورنر سلمان تاثیر له وژلو وروسته دا په ډاګه شوه چې پاکستان تر اوسه پورې پر هغو ټولو معاملو وېشلی او سرګردان دی چې د دغه ملک قومي شناخت جوړوي.

مقاله لیکي چې د دې ملک د جوړېدو ۶۳ کاله وشو خو بیا هم خلک له ځانه تپوس کوي چې موږ څوک یو ، پاکستان د څه لپاره جوړ شوی وو ، موږ پر کڼ اړخ یو که پر ښي اړخ یو ، مرکز چیري دی او ایا مرکز شته هم او که نه؟

ورځپاڼه لیکي چې د هغه قاموس یا ډکشنرۍ له مخې چې په نړیواله توګه منل شوې ده د لبرل یا ازاد خیاله مانا دا ده ً هغه څوک چې برداشت په کښې وي او د نورو خلکو د داسې رایو احترام کوي چې د ده د فکر مخالف وي. خو په پاکستان کې د ازاد خیالۍ یا لبرلزم مانا بلکل بېله ده.

په پاکستان کې ازاد خیال هغه چا ته ویل کیږي چې د لویدځ د خلکو په شان جامې یې وي ، د لوېدیځ اصولو پرې اغېزه کړې وي ، د لوېدیځ له تولنې سره د ځان برابرولو هڅه کوي ، له وطن سره مینه نه لري او له اسلام څخه لرې وي نو ځکه د مذهبي لږکیو ملاتړ کوي.

مقاله لیکي چې له بده مرغه په تېرو وختونو کې په پاکستان کې د هغو خلکو له فعالیوتو چې تش په نامه د اسلام خدمت کوونکي دي او په دې ملک کې د سیاسي مشرانو چپتیا دوې ناسمې انګېرنې رامنځ ته کړې .

اوله دا چې ازادي خیالي یې په لویدیځ پورې وتړله او بل یې دا فکر رامنځ ته کړ چې ازاد خیالي او اسلام یو د بل مخالف دي.

مقاله لیکي د دې لپاره چې په پاکستان کې د خلکو په ذهنونو کې د ازاد خیالۍ او اسلام تر منځ د اړیکو په اړه شتون لرونکې پوښتنې هوارې شي نو په کار ده چې د قران پاک او د اسلام د سپېڅلي پېغمبر ژوند ته په غور کتنه وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې محمد علي جناح د پاکستان تر جوړېدو وروسته ویلي وو چې پاکستان داسې ځای نه دی چې ملایت به په کې حاکم وي او اسلام له موږ څخه غوښتنه کوي چې په ځان کې برداشت پیدا کړو ً ً .

ورځپاڼه زیاتوي چې اوس دې پوښتنې ته ځواب په کار دی چې له اسلامي جمهوري پاکستان څخه نن څه شی جوړ شوی دی؟ په دې ملک کې د اسلام د سپېڅلي پېغمبر پر لاره څومره خلک تګ کوي او ایا د دې ملک اوسېدونکو د جناح تصور په پام کې ساتلی دی؟

ورځپاڼه لیکي چې د دې اندازه د سلمان تاثیر له وژلو او د شرین رحمان له خاموشه کېدو څخه لګېدای شي.
XS
SM
MD
LG